کونړ ولایت کې له ۱۱۱ اړمنو کورنیو باندې خوراکي توکي وویشل شول

comments 0

هندوکش ــ کونړ: په کونړ ولایت کې دنړیوال خوراکي پروګرام له لوري په ۱۱۱ اړمنو اوبيځایه شوو کورنیو باندې خوراکي توکي وویشل شول.
د کونړ ولایت ځايی چارواکي وايي، چې په یادو خوراکي توکو کې اوړه، بوره، غوړه، چای او ګڼ شمیر اړین خوراکي توکي په کې شامل وو.
په ورته وخت کې د کونړ ولایت اوسیدونکي له یادو مرستو څخه مننه کوي او له مرستندویه ادارو څخه غواړي، چې له دوی سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
فرهاد شهراني

Comments