کونړ ولایت کې د جګړې له امله بیځایه شوو کورنیو سره مرستې ترسره شوې

comments 0

هندوکش ــ کونړ: د کونړ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې دکونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ دېوګل درې نه د جګړې له امله له ۱۵۰۰ بیځایه شوو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره کړه.
چارواکي زیاتوي، چې په یاده مرسته شوو خوراکي توکو کې اوړه، بوره، غوړي او ګن شمیر نور اړین توکي شامل دي.
د کونړځايي چارواکي وايي، چې یادې سیمې د امنیت او پراختیا لپاره به لازم ګامونه پورته کړي.
فرهاد شهراني

Comments