کونړ: د طالبان یو قومندان نیول شوی

comments 0

هندوکش – کونر: کورنیو چارو وزارت وایي، تېره شپه د کنړ ولایت، د ماڼوګۍ ولسوالۍ په لیچلام سیمه کې، د ګډو امنیتي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو یو قومندان نیول شوی.
له یاد وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، عملیاتو کې د طالبانو یو ډلګی مشر د خان محمد په نامه له دوه داعش ترهګرو سره نیول شوي دي.
خبرپاڼه لیکي، د عملیاتو په ترڅ کې دوه میله کلاشینکوف او دوه عدده لاسي بمونو د پولیسو لاسته ورغلي دي.
نیول شوي کسان تر څېړنو لاندې دي.
فرهاد شهرانی

Comments