کولمبیا له افغانستان سره د مرستو ټټر وهلی

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: کلمبیا د افغانستان د سولې په پروسې کې همکاريو ته چمتو دی.
د کلمبیا ولسمشر، د ناټو عمومي سرمنشي سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې چمتو دی د افغانستان د سولې په پروسه او د ماینونو په شنډولو کې همکاري وکړي.
له دې سره د ناټو سرمنشي هم غوښتي چې کلمبیا دې د سولې لپاره خپله تجربه له افغانستان سره شریکه کړي.
کلمبیا په کور د ننه د فارک په نوم له وسله والې ډلې سره اوږده جګړه درلوده چې له ډیرو هڅو وروسته دواړه لوري د سولې په ټینګښت سلا شول.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments