کوفته کړې چرګ

comments 0

لازم مواد:
1- د چرګ پخې، كوفته سوي غوښي دوه ګيلاسه
2- وچه ميده سوې ډوډۍ يو كيلاس
3- غوړي 100 ګرامه
4- هګۍ دوې دانې
5- د هګۍ ژړ دوې دانې
6- د غوښو ښوروا يا ساده اوبه درې ګيلاسه
7- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخيدو ترتيب:
د چرګ كوفته سوي غوښي د وچي ډوډۍ سره ګډوو. بيا غوړي ويلي كوو او هګۍ يوه يوه دانه پكښي ماتوو او په غوړو كي يې ښه سره وهو او بيا د هګۍ ژړ ور اچوو او لږ مالګه او مرچك پر دوړوو ښه يې سره وهو وروسته بيا كوفته شوي غوښي دغسي هګۍ ته اچوو او ښه يې په لاسو سره اغږو چي غاز وكړي او په لاسو پوري ونه مښلي.
د غوښو اوبه يا ساده اوبه په دېګ كي اچوو او پر اور باندي يې ايږدو كله چي و ايشيدلې لږ مالګه او مرچ ور اچوو. بيا له دغو موادو څخه د يوې هګۍ په اندازه اخلو او په لاس كي يې لكه هګۍ داسي جوړوو او په دېګ كي يې اچوو. كه چيري كوفته په اوبو كي ايله شوه يوه دانه د هګۍ ژړ نور ور سره اضافه كوو. بيا نو دا ټوله كوفته په دغه ډول جوړوو كله چي پخې سوې بيا يې په پنجه يا كاچغه باندي د دېګ څخه را باسو او په صافي كي يې ايږدو تر څو اوبه يې وچي شي.
د كوفتې د ښايست لپاره څو لازم مواد :- سره شوي ډوډۍ 12 ټوټگـې د روميانو رُب يو ګيلاس او يوه پخه سوې ژبه.
ترتيب :- سره شوې ډوډۍ يا ساده ډوډۍ لومړى په دېش كي اوډو او پر سر يې كوفتې اوډو او بيا رُب پر كوفتو باندي اچوو او ژبه كوچنۍ ، كوچنۍ ټوټگـې كوو او پر سر يې ور اچوو او لږ ګشنيز يې پر سر ور ميده كوو. كه چيري ژبه نه وي هم پروا نه لري.

Comments