کورونا وېروس: روغتیا نړیوال سازمان د محدودیتونو د غځولو غوښتنه وکړه

comments 0

هندوکش ــ کابل: د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې که هېوادونه د ټولنیز واټن ساتلو برخه کې لګول شوی بندیز لري کړي ښايي د کورونا وېروس له یوې نوې وژونکي څپې سره مخامخ شي.
بل لورته په نړۍ کې د کورونا ویروس تایید شویو ناروغانو شمېر له یو ملیون او شپږ سوه زره زره کسانو اوښتی دی او د دغه ویروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر یو لک تنو ته نژدې شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروۍ اډهانوم نن جمعه ( د اپریل ۱۰) ټینګار کړی چې هېوادونه باید د لګول شویو بندیزونو د کمولو لپاره ستراتیژيانې ولري چې په تدریجي او خوندي ډول عملي شي.
نوموړي خبر داری و رکړی چې که لګول شوي محدودیتونه په بیړه لرې شي نو ښايي کورونا وېروس وژونکي څپه را وګرځي.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر وايي که د محدودیتونو لرې کولو کې بېړه وشي ښايي د کورونا تازه وژونکي څپه پیل شي
د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په نړۍ کې تر اوسه د کورونا وېروس له امله د مړو شمېر یو لک او ۳۷۶ ته ورسېده.
فکور نعیمي

Comments