کورونا وېروس: د جرمني‌ لومړۍ وزيره انګلا مېرکل قرنطين شوه

comments 0

هندوکش ــ جرمني: د جرمني لومړۍ وزيره انګلا مېرکل له يوه ډاکتره سره تر ليدو وروسته چې د کورونا پر وېروس اخته دی ځان قرنطين کړی.
انګلا مېرکل ته د يکشنبې پر ورځ د دغې ليدنې په اړه ويل شوي وو چېرته چې نوموړې د کورونا وېروس د مخنيوي په موخه د نويو ګامونو اعلان کړی و.
جرمني د کورونا وېروس سره د مبارزې په موخه د راتلونکو دوو اوونيو لپاره له کورونو يا کار ځای بهر له دوو زياتو کسانو پر راټولېدو بنديز لکولی دی.
په نړۍ کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له ۳۰۰ زره اوښتی دی او ۱۳ زره کسانو یې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ۲۹ زره بيا ترې روغ شوي دي.
د کورونا له امله تر ټولو ځپل شوي هېواد ايټاليا کې د يکشنبې پر ورځ د ۶۵۱ کسانو د مړينې راپورنه ورکړل شوي. حکومت وايی تر دې مهاله په دې هېواد کې ټولټال ۵۴۷۶ کسان د دې وېروس له امله مړه شوي دي.
راپورنه وايي، روسيې د کورونا وېروس سره د مبارزې په موخه ايټاليا ته پوځي ډاکتران استولي دي.
د بريتانيا لومړي‌ وزير بورېس جانسن، د مور د ورځې په مناسبت له خلکو غوښتي چې سږ کال مخامخ د میندو ليدو ته مه ورځئ او د ټيليفون يا انټرېنټ له لارې ورسره خبرې وکړئ.
نوموړی وایي، “په بريتانيا کې د کورونا وېروس پېښې په چټکۍ په زياتېدو دي”. په دې هېواد کې تراوسه ۲۸۱ کسان له وېروس مړه شوي‌او ۵۶۸۳ تنه نور پرې اخته دي.
محمد حنیف بیدار

Comments