کورونا وېروس؛ ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې پر ګرځېدو د محدودیت طرحه تصویب شوه

comments 0

هندوکش ــ کابل: افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې په ورځ د کابينې په بېړنۍ ناسته کې کابل کې پر تګ را تګ د محدودیت لګولو طرحه تصویب کړه او له خلکو یې وغوښتل چې ټولېدنو ته له ورتګه ډډه وکړي.
د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح خپل ټوېټر کې لیکلي دا محدودیت د دې لپاره دی چې کارګر، مېرمنې او نور زیانګالي یا اسېبپزیر خلک له لوږې ونه رنځېږي.
د هغه په خبره، د اکمالاتو لړۍ به زیانمنه نه شي او ناضروري څانګې او کارمنان به رخصت وي: “زموږ هدف دا دی چې بیروبار کم کړو”.
دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکو د پنجشنبې په ورځ ( د مارچ ۲۶) وویل، له کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره له افغان زندانونو شاوخوا ۱۰ زره بنديان خوشي کوي.
د افغانستان لویې څارنوالۍ، روغتيا وزارت او د زندانونو د عمومي رئيس په ګډ خبري کنفرانس کې اعلان وشو، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د زندانيانو د ازادولو فرمان صادر کړی دی.
افغان حکومت وايي، هغه زندانیان خوشي کوي چې د کورونا وېروس پر وړاندې له زیات خطر سره مخ دي.
د افغانستان لوی څارنوال وویل، د کورني او بهرني امنیت پر وړاندې د مجرمینو ازادېدل د دغه فرمان برخه نه دي.
د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې ټاکلې شوې دغه زندانیان تر راتلونکو لسو ورځو خوشي شي.
عبید رادپور

Comments