کورونا وېروس؛ د ولسمشر غني او لومړۍ مېرمنې ټېسټونه منفي دي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ یو ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ( د اپرېل ۲۱) وايي، د ولسمشر محمد اشرف غنی او لومړۍ مېرمنې رولا غني د کورونا وېروس ټېسټ منفي دی.
صدیق صدیقي خپل ټوېټر کې لیکلي، د ولسمشر غني او د لومړۍ مېرمن په غوښتنه د دوی د کورونا وېروس ازمېښت اخیستل شوی و.
نوموړی زیاتوي چې ولسمشر روغ دی او هره برخه کې د حکومتولۍ چارې پرمخ بیایي:
“د ولسمشر د کاري چاپېریال د خوندیتوب او روغتیا لپاره ټول ګامونه اخیستل شوي دي”.
د دوشنبې په ورځ افغان حکومتي سرچینو بي بي سي ته وویل، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ شلو کارکوونکو د کورونا ويروس معاینه مثبته ده.
هغه مهال هم دې سرچینو وویل، ولسمشر محمد اشرف غني او مرستیالان یې ښه دي او په ارګ کې د کورونا ويروس د مخنیوي ټول تدابیر نیول شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments