کورونا وايرس: د هند حکومت د ټول هېواد د تړلو فېصله کړې

comments 0

هندوکش ــ هندوستان: د هند وزيراعظم د کورونا وايرس خپرېدو د مخنیوي لپاره د ټول هېواد تړلو پرېکړه کړې ده. نريندرا مودي پرون [د مارچ پر ۲۴مه] خپل ولس ته په یوه ټېليويژني وينا کې وويل چې له کورونو به د خلکو پر راوتلو بشپړ بندېز وي. نوموړي زياته کړه چې دا بندېز به سې شنبه [د مارچ ۲۴مه] د شپې له ۱۲ بجو پېل شوې او ۲۱ ورځې به دوام کوي.
د يو اعشاريه درې اربه نفوس لرونکي دې هېواد کې د مارچ تر ۲۴مې پورې ۵۳۶ کسان په کورونا وايرس اخته شوي چې ۱۱ ورڅخه مړه شوي هم دي.
د مودي لخوا د هند د تړلو اعلان په داسې وخت کې شوی چې سږ کال د جاپان پ سرښار ټوکيو کې کېدونکې اولمپيک لوبې د يو کال لپاره ځنډول شوي دي. د ۲۰۲۰م کال د ټوکيو اولمپيک لوبو منتظمينو او د اولمپيک کمېټۍ پرون [د مارچ پر ۲۴مه] په ګډ بيان کې ويلي چې د جولای پر ۲۴مه کېدونکې لوبې به اوس د ۲۰۲۱م کال په اوړي کې کېږي.
وحید امان

Comments