کورنیو چارو وزارت: ۱۳ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د کورنیو چارو وزارت لخوا په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل، هرات، خوست او کاپیسا ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۳ تنه د غیرقانوني وسلو د لېږد، وژنې او د وسله والو غلاوو په تړاو نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه زیاتوي له دې منځه د یوې نجلۍ په ګډون پنځه تنه د کابل ښار د دویمې، اولسمې او اتلسمې ناحیو او بګرامیو ولسوالۍ له اړوند سیمو د نقدو پیسو او موبایل د غلا او د غیرقانوني وسلو د لېږد؛ څلور غله د هرات ښار د اومې ناحیې؛ درې تنه د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ او حصه دوم له اړوند سیمو د غیرقانوني وسلو د لېږد او وسله والو غلاوو په تور او یو تن د خوست ښار د دویمې ناحیې له اړوند برخو د وسایط د غلا په تړاو نیول شوي دي.
بیان زیاتوي چې له یادو کسانو څخه څو میله وسلې، غلا شوې پیسې او یو شمېر مالونه د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د یادونې وړ ده چې د کابل پولیسو هم ۱۱۳ تنه هغه ځوانان لومړی نیولي او وروسته یې پېژندګلوی ثبت کړی چې د ښوونیزو او روزنیزو بنسټونو مخې ته د زده کوونکو او زده کړیالانو د ځورونې لامل شوي وو؛ چې د بایومېتریک له بشپړېدو وروسته به بېرته ازاد شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments