کورنیو چارو وزارت په ملکي او لوژستیکي برخو کې د اداري اصلاحاتو له کمیسیون سره هوکړه لاس لیک کړه

comments 0

هندوکش – کابل: کورنیو چارو وزارت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له کمېسیون سره یوه هوکړه لاسلیک کړه، چې له مخې به یې د وزارت شاوخوا ۱۰ زره بستونه ملکي کیږي.
په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وویل، چې د دغو بستونو ډیره برخه مالي، تدارکاتي او لوژیستکي برخې دي.
د هغه په خبره دا کار د کورنیو چارو وزارت د څلور کلن امنیتي پلان پر بنسټ تر سره کیږي او په دې سره به د پولیسو په اعاشه او اباطه کي اسانتیاوې رامنځ ته شي او تر څنگ به یې د پولیسو په لیکو کې د فساد د ادعاوو کچه را ټيټه شي.
برمک وویل، هغه ۱۰ زره بستونه چې تر هوکړې وروسته به په تدریجي ډول ملکي شي د کورنیو چارو وزارت یو معنیت، ریاستونه، امریتونه او مدیریتونه هم په کې شامل دي.
د هغه په وینا هغه کسان چې اوس په دغو بستونو کې کار کوي بیرته به پوځي دندو ته لیږل کیږي او پر ځای به یې د ازاد رقابت له لارې نوي کسان گومارل کیږي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون مشر نادر نادري په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، چې د دغو بستونو په ملکي کېدو سره به ولس پر پولیسو لا باوري شي او تر څنگ به یې اصلاحاتو ته هم لاره هواره شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments