کورنیو چارو وزارت: غزني کې ۶ ترهګر طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش ــ غزني: د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي تېره شپه د غزني ولایت په عمومي لویې لارې ۶ ترهګر طالبان وژل شوي دي.
د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د غزني په شهباز، نوغي او اسفنده سیمو کې تصفیوي عملیات کول او دا طالبان په شهباز سیمه کې ووژل شول.
د اعلامیې له مخې دری نور طالبان ټپیان شوي هم دي.
وسله وال طالبان هم مني چې په دغه برید کې د دوی پنځو جنګیالیو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
شاه رسول غزنوي

Comments