کورنیو چارو وزارت: شپږو ولایتونو کې ۱۹ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

comments 0

هندوکش ــ کابل: د کورنیو چارو وزارت له لوري هندوکش پرېس خبري اژانس ته په را لیږل شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ملي پولیسو په بغلان، تخار، لغمان، پروان، غزني او بلخ ولایتونو کې د جنايي جرمونو ضد د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۹ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په ځانګړي ډول د وسله والو غلاوو، د عامه امن او نظم د اخلال، ژوبلې او د وسایطو د غلا په تړاو نیولي دي.
اغلامیه زیاتوي چې د یادو کسانو له منځه د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې اوه تنه د وسله والو غلاوو په تړاو له شپږ قبضو تفنګچو سره، د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو کس له یو قبضې تفنګچې سره د غلا او زورواکۍ، د پروان ولایت د درېیم امنیتي سمت ماموریت په اړوند پرتو سیمو کې دوه نامسووله وسله وال له یو میل کلاشینکوف او یو عراده موټر سره د عامه امن او نظم د اخلال، د سمنګان ولایت په ایبک ښار کې دوه تنه د خلکو د مالونو او وسایلو د غلا، د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو کس د ژوبلې، د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار د دویمې او نهمې ناحیو په اړوند پرتو سیمو کې پینځه تنه له دوه قبضو تفنګچو او دوه عرادو موټرسایکلونو سره د غلا او عامه امن او نظم د اخلال او همداراز د غزني ښار په اړوند سیمو کې هم یو کس د یو عراده موټرسایکل د غلا په تړاو نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته وسپارل شي.

Comments