کورنیو چارو وزارت: د برېښنا مزو پرې کول وسلوال طالبان کوي

comments 0

هندوکش ـ کابل: کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د بریښنا مزو پرې کول د وسلوال طالبان کوي.
کورنیو چاوروزارت ویاند طارق ارین په تازه څرګندونو کې یاده خبرې کړي دي.
هغه وايي، چې د برېښنايي مزي په بمونو الوزول په تور نیول شویو کسانو نه په پلټنو کې دا مسئله څرګنده شوې.
هغه ویلي، چې وسلوال طالبان د بریښنا پر پایو بریدونه د خلکو د ځورولو لپاره تر سره کوي.
وزارت دغه راز ویلي، چې د دغو پېښو ګڼ عاملین یې نیولي او نور به هم نیسي.
له تېرې اونۍ راهیسې وسلوالو طالبانو د بریښنا مزو بریدونه زیات کړي دي.
عبید رادپور

Comments