کورنیو چارو وزارت به د مولوي ریحان غچ واخلي

comments 0

هندوکش – کابل: مولوي سمیع الله ریحان چې د جمعې په ورځ د یو ځای په ځای شوي ماین چاودنې له امله د کابل په یو جومات کې شهید شو، کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې غچ به یې له ترهګرو واخلی.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین خوشحال سادت لیکلي چې مولوي ریحان یو باجراته دیني عالم و او هغه کسان چې مولوي یې په شهادت رسولی، افغان ځوکونه به یې پيدا او مجازات کړي.
سادات د مولوي ریحان اروا ته ډاډ ورکړی چې افغان ځواکونه به د خلکو د ناموس او خاورې ساتنې ته دوام ورکړي.
کورنیو چارو وزارت دا برید غندلی او خلکو ته یې ډاډ ورکړی چې عاملین به یې ژر پيدا او د قانون منګلو ته وسپاري.
عبید رادپور

Comments