که مو پوندې چاودلې نو لاندې کورنۍ درملنه وازمویئ

comments 0

0 Views

که پوندي مو چاودلي وي او تاسي يې د درملني لپاره ډېري هڅي کړي وي او ټولې بې ځايه تللي وي، نو د اندېښنې پر ځای بايد د طبي کارپوهانو دغه لارښووني عملي کړو، انشاءالله له دې ستونزو به بې غمه شو. د ډاکترانو په وينا که د چا پوندي تل چاودلي وي، نو اول بايد دغه ناروغ ډېري اوبه څښل خپل عادت وگرځوي، چي د بدن اوبه يې پوره وي او تر څنگ يې لاندي لارښووني عملي کړي. کيلې: که موږ کيلې ښه ميده کړو او په چاودېدلو پوندو يې ولگوو، نو په ډېره لنډه موده کي به مو د پوندو چاودي ښې شي. د لېمو اوبه: د طبي کارپوهانو په اند د پوندو او لاسو د چاودېدو لپاره لېمو تر ټولو غوره او اسانه درمل دي. د لېمو اوبه، چي په تړمو اوبو کي گډي کړئ او لس دقيقې پکي خپلي پښې کېږدئ، نو داد پوندو د چاودو لپاره غوره درملنه ده.
هره شپه له ويده کېدو وړاندي د زيتون تېل په پښو ومښئ،
يوه بله طريقه دا هم ښودل شوې، چي هره شپه له ويده کېدو وړاندي د زيتون تېل په پښو ومښئ، لس دقيقې ورته انتظار وکړئ او بيا وروسته جرابي په پښو کړئ او ويده شئ. دا کار بايد څو وخته تکرار شي، ترڅو د پوندو چاودي مو له منځه ولاړي سي او بې غمه ژوند به وکړئ

Share this page to Telegram

Comments