که غواړې نورمال اعصاب ولرې نو د کب غوښه وخوړي

comments 0

پخوا به طبيبانو ځنې مريضانو ته د غوښې د خوراک مشوره ورکوله ؛ خو اوسنيو څيړنو د غوښې زيات استعمال د انسان د بدن لپاره د تاواني بللی دی.
طب پوهان وايي : د زياتې سرې کړې غوښې استعمال د سرطان د ناروغۍ سبب ګرځي او که د پخوانۍ په شکل سره وخوړل شي تاوان به يې کم وي ؛ خو دا توان د غوښې دايمي او هر وخت استعمال سره ښودل شوي دي.
غوښې په بېلا بېلو ډولونو سره دي هغه انسان ، چې د بدن د پوستکي د خارښت ، سرې مخې ، وړو دانو ، سپوڼې د مريض دوينې دغوړوالې ، او نورې ستونزې ولر د غوايي ، اوښ ، (مېښې) د غوښې خوراک ورته زيات تاوان لري خو د ماهي ياکب غوښه د انسان بدن ته ډول ډول ګټې روي.
د ماهي ياکب د غوښې استعمال سره د وينې زيات والی ، د وينې پاکوالی د بدن نرمي او په ځانګړې توګه د اعصابو لپاره ډېره ګټوره دی.
طب پوهان وايي : هر هغه څوک ، چې د اعصابو ستونزه ولري په اونۍ کې يو ځل بايد ورته د کب غوښه ورکړل شي که يو انسان مريض هم وي بايد په اونۍ کې يوځل د کب غوښه استعمال کړي ځکه د کب د غوښې په استعمال سره اعصاب نرم وي.

ځنې طبيبان د وړو کبانو غوښه ډېره ګټوره بولې ، چې د نارينه ته په جنسي قوت کې زياته مرسته کوي که يو واده کړی نارينه په اونۍ کې يو يادوه ځل د وړو کبانو غوښه وخوري د جنسي قوت هېڅ ډول سنتونزه به ونه لري.
ځنې طبيبان د انسان د طاقت لپاره له شدو او هګيو څخه د کب غوښه ګټوره بولي ؛ خو ، چې د پخولو پر مهال دومره سره نګړل شي ، چې پکې شته قوت له منځه ولاړشي.

Comments