که سپورټ کوئ ژر نه زړېږئ ، څو لارښونې .

comments 0

څو لارښونې:
سپورټ نه یواځې د وزن کمولو لپاره بلکې ګڼې نورې ګټې هم لري.
ښايي د سپورت د ګټو په اړه تاسو په وار وار اورېدلي وي.
د بدن وزن د کمولو او مناسب اندام درلودلو ترڅنګ دلته ځينې نور لاملونه هم شته چې سپورت کولو ته مو اړ باسي.
۱ـ د حافظې ښه والی:
څېړنو ښوولې چې په منظمه توګه ورزش کولو سره ، مغز ته په پوره توګه اکسیجن او انرژي رسیږي.
چې دا د حافظې او د زده کړو په ښه والي کې ډېر اغېزمن دي.
خو باید هېره نه کړو چې تر سختو مغزي فعالیتونو مخکې د بېلګې په ډول تر آزموینې وړاندې سخت او دروند ورزش کول د فزیکي ستړیا لامل کیږي او پر مغزوو ښه اغېز نه کوي.
۲ـ د بدن د فزیولوژۍ حالت ښه والی:
ورځني کارونه په تېره بیا هغه چارې چې د بدن د هډوکو سیستم له عادي حالته باسي، وجود ته زیانمن دي.
نوې څېړنې ښيي، په منظمه توګه ورزش کول د بدن د هډوکو حالت تر ډېره په عادي یا نورمال حالت کې ساتي.
۳ـ پر نفس د باور لوړوالی
ده
د ورزش کولو له لارې د انسان بدن مناسبه بڼه خپلوي، چې دغه کار د انسان د رضایت او بیا پر نفس د باور لامل کیږي.
دغه راز په کلبونو کې ورزش کول د انسان ټولنیزې اړیکې پراخوي.
۴ـ د اندېښنو او فشار کموالی
ټول انسانان په ورځني ژوند کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان وي، نو د فکري بدلون یوه ښه لار هم همدا ورزش دی.
د ورزش له لارې کولای شو، خپلې ځينې اندېښنې لېرې کړو.
۵ـ آرام خوب
څېړنو ښوولې ورزش ددې لامل کیږي چې انسان د شپې ښه او آرام خوب وکړي. په ټوله کې ویلای شو چې ورزش د بې خوبۍ ښه درملنه ده.
په ورستیو کې یو شمېر ډاکتران هم ورزش د بې خوبۍ ښه درملنه بولي.
له یاده مه باسی مخکې تر ویده کېدو ورزش کول برعکس پایله لري او د بې خوبۍ لامل کیږي، نو ښه به دا وي چې سهار او یا هم مازدیګر مهال ورزش وشي.
۶ـ د بدن د انرژۍ ډېروالی او استقامت
زیاتره خلک په دې اند دي چې ورزش د انرژۍ د کموالي لامل کیږي، خو واقعیت بل څه دي او څېړنو ښوولې چې په منظمه او دوامداره توګه ورزش کول د استقامت او انرژۍ د ډېرېدو لامل کیږي.
۷ـ د بدن خوندیتوب
وروستیو څېړنو ښوولې هغه کسان چې ورزش کوي د هغو کسانو په پرتله چې ورزش نه کوي نیمايي له ریزش یا زکام سره مخ کیږي.
او په ټوله کې ثابته شوې چې ورزش د ناروغیو د مخنیوي لپاره ښه لار ده.
۸ـ د عمر اوږدوالی
څېړنو ښوولی هغه کسان چې ورزش کوي د هغو په پرتله چې ورزش نه کوي په منځنۍ توګه ډېر او ښه ژوند کوي.
که غواړئ چې اوږد خوږ او ښه ژوند ولرئ نو ورزش کول مه هېروئ.
۹ـ د خوښۍ احساس
هغه کسان چې ورزش کوي ښايي د خوښۍ او رضایت احساس وکړي. دا دواړه د بشر لپاره د خدای پاک له ښو نعمتونو دي.
نو سپورت کول د خوښ پاتې کېدو لپاره تر ټولو ارزانه او اغېزمنه لار ده.
سپورت وکړئ او خپل ژوند خوشحاله تېر کړئ.

Comments