که حکومت د داعش ډلې د پرمختک مخنیوۍ ونکړي نو خلک تصمیم نیسي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: ولسي جرګې کې د ختیزو ولایتونو استازي وایي که چیره حکومت دداعش ډلې پرمختک مخنیوې نکوي نو خلکو پریکړه کړې ترڅو داعش ډلې پرمخ ودریږي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجی ظاهر قدیر وویل: «څو ورځې مخکې د ننګرهار په نرۍ اوبو سیمه کې یو کانټینر وسلې داعشیانو ته سپارل شوې دي، خو دا معلومه نه ده چې دا وسلې د ځمکې، که د هوا له لارې داعشیانو ته ورکړل شوې دي ».
ښاغلي قدیر همدا راز زیاته کړه:«چې تر دې لس ورځې مخکې هم د بهسودو ولسوالۍ په باراباد سیمه کې هیلکوپټر ناسته کړې او تر پنځوسو ډیر داعشیان یې ښکته کړي دي او موږ نه پوهیږو چی دا ړ چا کار دی امریک او یا حکومت».
هغه وایي، دا خبره باید روښانه شي چې د افغانستان د خلکو قاتل امریکا ده که کوم بل څوک او حکومت باید دا مسئله په ډاګه کړي چې په ختیزو ولایتونو کې څه رنګه لوبه روانه ده».
ښاغلی حضرت علی د ننګرهار بل استازی د ظاهر قدیر د خبرو په تایید سره وویل : «داعش غواړي د کونړ ولسوالۍ سقوط کړي، د لوګر ازرې ته ځان ورسوي، د کابل جلال اباد لاره قطع کړي او په دې توګه خپلې جګړې پ ټول افغانستان پراخې کړي».
د ښاغلي علی په وینا: «که حکومت دداعش پر وړاندې جدي غبرګون نه ښيي، نو خلک به خپله اقدام وکی او دغه ترهګر ډله له منځه ولي».
په پای کی د ولسی جرگی مشر عبدالرؤوف ابراهیمی د ولسي جرګه داخلی امنیت ته وظیفه ورکړ تر څو یو هیأت وټاکي څو دغه موضوع له نږدې وڅېړي او تر هغه وروسته یې په دی اړه پرېکړه وکړي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply