کنړ کې افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ نښته شوې

comments 0

هندوکش – کنر: د کنر په سرکاڼو ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ نښتې له امله یو نامتو قوماندان وژل شوې دې.
پاسوال جمعه ګل همت د کونړ امنیه قوماندان وویل: تېر ماښام د سرکاڼو په “ننګه” نومي سيمه کې چې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده، د پاکستاني طالبانو د جمعيت الاحرار ډلې او افغان طالبانو تر منځ نښته شوې ده.
هغه وايي یاده نښته کې ظابط جليل په نوم د افغان طالبانو يو مهم قوماندان وژل شوى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
یاده دې وي چې تردې مخکې افغان او پآکستاني طالبانو ترمنځ نښتې له امله ډیر شمیر افغاني طالبان وژل شوي دي.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply