کنر کې قوماندان په ګدون اوه داعش غړي وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کنر: هندوکش خبري څانګې سره په یوې تیلفوني اړیکې کې جمعه ګل همت د اوو داعش غړو وژل کیدو خبر ورکړې دې.
کنر کې امنیتي مسوولین وایې چې ، په وټه پور ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ٧ داعش وسله وال وژل شوي دي.
پاسوال جمعه ګل همت د کنر امنیه قوماندان، هندوکش ته وويل چې دغه بريد د ايتلافي ځواکونو له خوا نن د وټه پورې د ټالونو په نوم يوې غرنۍ سيمه کې د داعش وسله والو په يوه مرکز شوى دى.
نوموړي خبرو کې وویل، په دې پېښه کې د يوه قومندان په ګډون، ٧ داعش وسله وال وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې یادو عملیاتو کې ځایې خلکو ته زیان نه دې اوښتې.
تردې دمه داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply