کنر کې د بی پیلوته الوتکو په برید کې ۱۱ داعشیان وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کنر: د امریکایي بی پیلوته الکوتکو په برید کې د کنر ولایت په وته پور سیمې کې دداعش ډلې یوولس غړي وژل شوي دي.
د کنر امنیه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت تیره ورځ رسنیو ته وویل چې برید تیره شپه هغه مهال ترسره شو چې داعش غړي وته پور کې سره جمع شوي ول.
نوموړي زیاته کړه چې دغه بړید کې دداعش ډلې اته افغان غړي، یو عرب او دوه پاکستاني وګړي مړه شوي دي.
یاده دې وي چې تردې مخکې د افغان امنیتي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې دوه داعش غړي ننګرهار ولایت کې هم نیول شوي ول.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply