کندوز کې د مهم قومندان په ګډون ۹ طالبان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش ـ کابل: دفاع وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، تېره شپه یو شمیر وسله والو طالبانو د کندز ولایت په “خان آباد” ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو د ډله ییز برید پلان درلود.
خبرپاڼه وړاندې لیکي، چې افغان امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو یاد برید له خنډ سره مخامخ کړ او هوايي ځواکونو پرې برید ترسره کړ.
اعلامیه وايي، په تر سره شوي هوايي برید کې د طالبانو یو سیمه ییز قوماندان “قاري مومن” په ګډون د اتو ملګرو سره یو ځای ووژل شوو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې برید کې څلور وسله وال ټپیان شوي هم دي.
سپوږمۍ پوپلزی

Comments