کندهار: ۳۴ کسان نیول شوي

comments 0

هندوکش – کندهار: کندهار کې پولیسو د نشه يي توکو د لېږد په تور ۳۴ تنه نیولي.
د کندهار امنیه قومنداني وایي، د دې ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو، د نشه يي توکو ۳۴ لېږدونکي نیولي.
یادو کسانو هیرویین د کپسولونو په ډول په خېټو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې د کندهار د هوايي ډګر له لارې یې هندوستان ته ولېږدوي؛ چې موخې ته له رسېدو مخکې ونیول شول.
له نیول شویو کسانو څخه څه باندې ۲۱ کیلو ګرامه نشه يي توکي هم کشف او ضبط شوي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments