کندهار: ۱۰ طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار میوند ولسوالۍ کې د جګړې په مهال لس طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د دوه سوه پنځه اتل قول اردو ویاند تورن محمد صادق عیسی وايي، دغه نښته تیره شپه د میوند ولسوالۍ اړوند میاکاریز او رنګریزانو کلیو کې شوې ده.
د عیسی په خبره عملیاتو کې وژل شوي او ټپیان ټول طالبان دي او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې
د میوند او شاه ولي کوټ ولسوالیو کې د افغان ځواکونو عملیات هم دوام لري چې د پاکستاني طالبانو تر څنګ افغان طالبان هم پکې وژل شوي دي.
له عملیاتو سره یو ځآی هوایي بریدونه هم شوي چې د طالبانو پټنځایونه او مهم کسان پکې له منځه تللي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments