کندهار: یو قاچاقبر نیول شوی

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار په هوايي ډګر کې یو قاچاق وړونکی نیول شوی.

د کندهار په هوايي ډګر کې د نشه ‌يي توکو یو قاچاق وړونکی له اوو کیلو ګرامه نشه ‌يي توکو سره نیول شوی دی.

د کندهار سرحدي پولیسو قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، د نشه ‌يي موادو یو قاچاق وړونکی هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یې د شیشې په نوم نشه ‌يي مواد د لوښو مینځلو د شامپو په قطیو کې هند ته قاچاق کړي.

په تېرو دوو میاشتو کې دا څووم ځل دی چې د کندهار هوايي ډګر له لارې بهر ته د نشه‌ يي موادو قاچاق وړونکي د قاچاقو پر مهال نیول کېږي.

ننګیالۍ کوهنورد

Comments