کندهار کې ۹ تنه طالب وسلوال طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش ـ کندهار: د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تیره ورځ وسلوالو طالبانو د کندهار ولایت په ارغنداب، پنجوايي او خاک چوپان ولسواليو کې د افغان امنیتی ځواکونو په پوستو وسلوال بریدونه کړي، چې د افغان امنیتي ځواکونو په ځوابیه ډزو کې د طالبانو بریدونه له ماتې سره مخامخ شوي او په پایله کې ۹ تنه طالب وسلوال وژل شوي او ۶تنه نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې د ۹ تنو طالبانو په وژل کیدو او ۶ تنو په تپي کیدوسربیره ګڼ شمیر ماینونه، وسلې او مهمات د افغان امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دي ښودلی.
عبدالله اڅکزی

Comments