کندهار کې ۸تنه ترهګر طالبان وژ ل شوي دي

comments 0

هندوکش ــ کندهار: د ملي امنیت ځانګړوځواکونو د کندهارولایت په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې شپني ځانګړي عملیات ترسره کړي دي، چې په پایله کې ۸تنه ترهګر طالبان وژل شوي او ۴تنه نور یې ژوندي نیولي دي.
د کندهار ولایت ځايي چارواکي وايي،چې د ملي امنیت ځواکونو له لوري په ترسره شوو عملیاتو کې د۸ تنو طالبانوپه وژل کیدو او ۴تنو دنیول کیدو سربیره له دوي څخه ګڼ شمیر سپکې، درنې وسلې اوبیلا بیل موټر اوموټر سایکلونه هم نیولي دي.
دوي زیاتوي، چې په یادو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه اوښتې.
عبدالله اڅکزی

Comments