کندهار کې ۶کسیزه ډله نیول شوې

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار ولایت د رسنیو له مرکز څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت ځواکونو یوه شپږ کسیزه ډله نیولې چې په ورانکارو کړنو کې یې لاس درلود.
خبرپاڼه لیکي، يادو کسانو د کندهار ښار ترڅنګ په ولسوالیو کې د دولتي مامورينو په ترور، ماين ايښودلو، توغنديزو بريدونو او پر دولتي تاسيساتو باندي په بريدونو کې لاس درلود.
اعلامیه لیکي چې یاده ډله د ملي امنیت د ځواکونو لخوا د يو لړ خاصو عملياتو پر مهال ونیول شول.
سرچينه کاږي، چې نېول شوو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف هم کړی.
خبرپاڼه کې د نيول شوو کسانو د ځای او د نيول کېدو د نېټې په اړه معلومات نه دي ورکول شوي
ننګیالۍ کوهنورد

Comments