کندهار کې ۵۵ طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار- اروزګان د لارې د خلاصولو عملیاتو کې ۵۵ وسله وال وژل شوي.
کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ له لورې په راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه عملیات چې په تېرو دوو اونیو کې شوي، هوايي او ځمکنیو ځواکونو پکې برخه لرله.
د خبرپاڼې په لیکنه د عملیاتو په اوږدو کې د کندهار- اروزګان لاره د وسله والو له شتون څخه پاکه شوې او هغه ټول ماینونه له منځه وړل شوي، چې د لارې په اوږدو کې ایښودل شوي وو.
طالب وسله والو تر اوسه د افغان ځواکونو دغې تازه ادعا ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې يې د یادې لارې په اوږدو کې د ګڼو افغان ځواکونو د وژلو ادعا کړې وه
ننګیالۍ کوهنورد

Comments