کندهار کې ۴ پاکستاني بم جوړونکي وژل شوي

comments 0

هندوکش ـ کندهار: د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د ۴ پاکستاني بم جوړونکو په شمول ۱۰ طالبان وژل شوي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه د کندهار په ارغنداب ولسوالي کې د افغان ځواکونو له لوري عملیات ترسره شول، چې د ۴ پاکستانيو ماین جوړونکو په شمول، ۱۰ طالبان وژل شوي او د دې ډلې د ماین جوړونې یو کارخانه په کې له منځه وړل شوې ده.
دا لومړی ځل نه دی، چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې پاکستاني بم جوړونکي وژل کیږي؛ بلکې تر دې وړاندې هم له یادې ډلې سره د افغان ځواکونو له لوري ګڼ شمېر بهرني وسلوال وژل شوي، چې اکثره یې د وسلو پاکستاني ماهرین دي.
عبدالله اڅکزی

Comments