کندهار کې ۴ تنه وسلوال طالبان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي

comments 0

هندوکش ــ کندهار: د کندهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې تیره شپه وسلوالو طالبانو د کندهار ولایت د یوولسمې حوزې په مربوطاتو کې له ځان سره ماینونه انتقالول، چې په پایله کې ماینونو پرې چاودنه کړې او ۴ تنه وسلوال په کې وژل شوي او ۲تنه نور ټپیان شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې وسلوالو طالبانو په خپله جګړه کې کموالی نه دی راغلی او هره ورځ دبې ګناه ملکي وګړي شهیدانوي.
په عین حال کې د کندهار اوسیدونکي له طالبانو غواړي، چې له جګړې لاس واخلې او سولې ته غاړه کیږدئ.
عبدالله اڅکزی

Comments