کندهار کې ۳تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش ــ کندهار: د کندهار ولایت ځايي چارواکي وایي،چې تیره ورځ وسلوالو طالبانو غوښتل د یاد ولایت په میوند ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په یو شمیر پوستو بریدونه ترسره کړي، چې په پایله کې د افغان هوایي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخامخ شول او ۳تنه طالبان ووژل شول.
د کندهار امنیتي چارواکي وایي، چې په یادو د عملیاتو کې د۳تنو طالبانو په وژل کیدو سربېره یو تن وسلوال طالب ټپي شوی دی.
عبدالله اڅکزی

Comments