کندهار کې ۲۲ ټنه نشه يي توکي وسوځول شول

comments 0

هندوکش – کندهار: راپورونه وايي، کندهار کې ۲۲ ټنه هغه بېلابېل نشه يي توکي له منځه یو وړل شول چې د دریو کلونو په اوږدو کې نیول شوي و.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیس وايي، دغه نشه يي توکي یې د تېرو دريو کلونو په اوږدو کې نيولي دي.
د مسوولينو په خبره د نشه يي توکو په تړا وي يې تر څلور سوه زیات کسان نيولي دي.
ننګرهار یو له هغه ولایتونو دی چې د نشه یي توکو کښت او قاچاق پکې زیات دی، خو پولیس توانیږي چې زیاته اندازه نشه يي توکي د قاچاق پرمهال ونیسي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments