کندهار کې ۱۵ طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار امنیه قومنداني وایي، هوایي برید کې یې د طالبانو یوه ډله په نښه کړې چې ۱۵ طالبان پکې وژل شوي دي.
امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان وایي، بهرنیو ځواکونو د شاولي کوټ ولسوالۍ سورخوبېد سیمه کې هوایي برید کړی دی.
تادین خان وایي په دغه برید کې ۱۵ طالبان وژل شوي دي.
امینه قوماندان وایي په وژل شوو کې عبدالصمد او احمدشاه هم شامل دي په سیمه کې یي د طالبانو مشري کوله .
ننګیالۍ کوهنورد

Comments