کندهار کې ۱۴ طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – کندهار: کندهار کې ځانګړو ځواکونو شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې عملیات کړي چې ۱۴ طالبان يې پکې وژلي دي.

د کندهار ولایت مقام په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې دا عملیات تېره شپه د طالبانو په هغه ډله شوي چې د یو برید پلان یې درلوده.

په دې عملیاتو ې ۱۳۶ کیلو ګرامه هغه نشه يي توکي هم ترلاسه شوي چې چاودنو لپاره چمتو شوي و.

په دې عملیاتو کې هوايي بریدونه هم شوي چې د طالبانو څو مرکزونه یې له منځه وړي دي.

د کندهار چارواکو ویلي چې دا بریدونه او عملیات به مرسته وکړي چې د سړک غاړې ماین چاودنې کمې شي.

دا هغه ډله وه چې د سړک غاړې ماینونه به یې ايښودل چې ډير کله به په ملکي وګړو چاودنې کولې.

ننګیالۍ کوهنورد

Comments