کندهار کې یو نوماند شهید شوی

comments 0

هندوکش – کندهار: له کندهار څخه ولسي جرګې ته نوماند او مدني فعال ناصر مبارز شهید شو.
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیز وايي، تېره شپه ناپېژانده وسله والو کندهار ښار کې ولسي جرګې ته نوماند محمد ناصر مبارزپه شهادت رسولی دی.
د هغه په خبره مبارز لومړی په ډزو کې ټپي او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.
تر اوسه کومې ډلې د برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.
تر دې وړاندې د پروان او غزني ولایتونو څخه هم یو ـ یو نوماند هدفي شهیدان شوي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments