کندهار کې یو خبریال وژل شوی

comments 0

9 Views

هندوکش – کندهار: ناپېژانده وسله والو کندهار کې د کابل نیوز خبریال منان ارغند وژلی دی.
پر ارغند نن سهار د کندهار ښار نهمې حوزې اړوند سیمه کې برید شوی دی.
د کندهار د خپلواکو ژورنالستانو ټولنې د قاتلينو د نېول کېدو غوښتنه کړې ده .
دغه ټولنه همداراز د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي، چې د بيان ازادۍ او د خبريالانو ژوند ته جدي پام وکړي.
تراوسه کومې وسله والې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments