کندهار کې ځوانانو د ایران له لوري ترهګریزې کړنې په سختو ټکو سره وغندلې

comments 0

هندوکش ــ کندهار: په کندهار ولایت کې سلګونو ځوانانو د یوه سولیز لاریون په ترڅ کې په ایران کې له افغان مهاجرو سره کړی ظلم په سختو ټکو سره غندلی او د ایراني ځواکونو یاد عمل یې نړیوالو او بشري حقوقو خلاف بللی دی.
دوی وایي ایران ښکاره کلونه، کلونه ترهګریزې کړنې ترسره کوي، خو نړیوال یې په وړاندې چوپ دي او د دې ظلمونو پر وړاندې د دوی چوپتیا داندیښنې وړ ده.
دوی زیاتوي، د ایران له خوا نور ظلمونه او ترهګریزې کړنې اوج ته رسیدلي، چې هېڅ افغان نه شي زغملای .
یاد لاریونوال وایي، که د ایران سرحدي ځواکونه د افغانانو ځورولو دوام ورکړي په هېواد کې به د ایران سیاسي نماینده ګۍ ته اور واچوو.
عبدالله اڅکزی

Comments