کندهار کې ځانمرګی برید شوی

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار ښار عینو مېنه کې ځانمرګي برید د پولیسو په ګډون ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، تېر ماښام شاوخوا شپږ نیمې بجې د ۱۱مې حوزې اړوند عینو مېنه کې د پولیسو د ګزمې پر موټرو پلي بریدګر ځان مرګی برید کړی، چې پایله کې يې یو پولیس شهید شوی او څلور نور ټپيان دي.
خو یوه بله امنيتي سرچینه چې نه غواړي نوم يې خپور شي وايي، د دغه ځانمرګي برید له امله دوه پولیس او دوه عام وګړي شهیدان شوي او پنځه نور ټپيان دي.
په همدې حال کې د مېرویس روغتون یوه ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې تر دې مهاله د پېښې له ځایه د څلورو پولیسو په ګډون ۱۳ ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.
دغه ځانمرګی برید پر داسي مهال کېږي، چې ګڼ کسان د جمعې ورځې د تفریح په پلمه عینو مېنې ته راټولېږي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments

Leave a Reply