کندهار کې په پولیسو چاودنه شوې

comments 0

هندوکش – کندهار: راپورونه وایي، کندهار کې چاودنې څلور پولیس شهیدان کړي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
د کندهار د پولیسو د مالوماتو له مخې، چاودنه تیر ماښام د عینو مېنې د ماهیانو فوارې سره خوا کې د یوولسمې حوزې د امر پر مرستیال شوې ده.
د لومړنیو مالوماتو له مخې چاودیدونکي توکي په موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي و.
د ټپیانو په ډله کې د یوولسمې حوزې مرستیال هم شامل دی خو دا چې روغتیايي وضعیت يې څه ډول دی تر اوسه یې په اړه څه نه دي ویل شوي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments