کندهار کې په طالبانو مرګوني عملیات شوي

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار امنیه قومنداني وايي، ګډو ځواکونو تېره ورځ په کلاښامیر او جګران سیمه کې عملیات کړي چې په پایله کې دیرش طالبان وژل شوي او ځینې نور ټپيان شوي دي.
د کندهار د امنیه قومندانۍ د رسنیو مسوول مطیع الله هلال وايي، د طالبانو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي او نور ملګري یې له سیمې تښتیدلي دي.
د هلال په خبره عملیاتو کې د دوه رنجر موټر په ګډون درې موټرونه، ۱۱موټرسایکلونه له منځه وړل شوي او نهه نور موټر سایکلونه او یو شمېر سپکې او درنې وسلې د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ننگیالی کوهنورد

Comments

Leave a Reply