کندهار کې پر طالبانو مرګوني عملیات شوي

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار د میوند ولسوالۍ په سره بغل سیمه کې د 03 قطعې په عملیاتو کې ۳۰ وسله وال وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، دغه عملیات تېره شپه شوي چې د وسله والو لس مرکزونه هم په نښه شوي.
د ده په وینا د عملیاتو پرمهال د وسله والو یو روغتیایي مرکز، ۲۶ موټرسایکل، اته موټرې، یوه د ټلیفون دستګاه او کمپیوټرونه نیول شوي دي.
په عملیاتو کې دوه سرتېري هم ټپیان شوي.
ننګیالې کوهنورد

Comments