کندهار کې پر بهرنیو ځواکونو ځانمرګې برید شوې

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار امنیتي ځواکونو وایي چې د قندهار په ولایت کې په سوله ساتو ځواکونو چاودنه وشوه .
د چارواکو په وینا، په پیښه کې ۴ تنه بهرني سرتیري ټپیان شوي دي .
د کندهار ولایت سیمه ییز چارواکي پیښه تاییدوي او وایي چې پیښه د بهرنیو ځواکونو هډې ته نژدې په اته کیلومتري کې ترسره شوې چې له امله یې د بهرنیو ځواکونو ۴ سرتیري ټپیان شوي دي.
د بله پلوه د سیمې نه په ترلاسه شوو رپورټونو کې ویل شوي دي چې د ټپیانو روغتیايي حالت بد ندی .
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې کابل کې هم ترهګریز برید ترسره شوې چې له امله یې ګن شمیر ملکي کسان وژل شوي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments