کندهار کې پرپوليسو بريد کونکي طالب ترهګر وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کندهار: په کندهار کې دوو طالب ترهګرو چې غوښتل يي پر پولیسو بريد وکړي وژل شوي دي.

پيښه د کندهار ښار په پنځلسمه حوزه کې شوې.

د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند ضيا دراني هندوکش ته وويل چې دوو طالب ترهګرو په ياده سیمه کې د پوليسو پر ګزمه د بريد هوډ درلود چې له پيژندنې سره سم وژل شوي دي.

نوموړی وايي چې بريدګر وژل شوي او د هويت په اړه يي پوليس څيړنې کوي.

طالب ترهګرو په دې تړاو څه نه دي ويلي.

عبدالله اڅکزی ـ کندهار

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply