کندهار کې پرطالبانو مرګوني عملیات شوي

comments 0

هندوکش ـ کندهار: کندهار کې د عملياتو په مهال ۱۹ وسله وال وژل شوي دي.

دغه ۲۴ ساعته عمليات چې ۰۳ قطعې د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې کړي په مهال يې ۱۹ وسله وال وژل شوي او یوولس نور نیول شوي دي.

د کندهار امنيه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، عملياتو کې ۱۱ وسله وال نيول شوي هم دي.

د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر زیاتوي، چې په دې عملياتو کې يو ميل پېکا، يو ميل راکېټ، دوه ميله کلاشينکوفونه، ۸ کړۍ ماينونه، ۲۰ جوړې د اردو دريشي هم له منځه تللي.

سرچېنه وايي، سیمه کې دوه اطاقه، دوه برجونه او د پلټنې یو زنځیر هم له منځه وړل شوی دی.

Comments