کندهار کې پرطالبانو خپل ماین چاودلی

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار میوند ولسوالۍ کې پر طالبانو خپل ماین چاودلی او دوه تنه یې ځای پر ځای وژلي دي.
د کندهار امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، د ماین دغه چاودنه تیره شپه د میوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې ده.
دراني همداراز وویل، د کندهار ښار په اوومه او شپږمه حوزه کې پولیسو یو چارج شوی موټر سایکل او یو ځای پر ځای شوی ماین له چاودنې وړاندې کشف او خنثی کړل.
ننګیالې کوهنورد

Comments