کندهار کې ټرافیکي پېښه شوې

comments 0

هندوکش – کندهار: کندهار دامان ولسوالۍ اړوند د کابل — کندهار پر لویه لار ترافیکي پيښه کې یو ماشوم وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
د کندهار د ترافیکو مدیر محمد الله خان وايي پېښه تېره ورځ له غرمې وړاندې شاوخوا یولس بجې د دامان ولسوالۍ اړوند د مړوندۍ مانده کې د کرولا او سراچه موټرو ترمنځ د ټکر له امله شوې.
د کندهار ـ کابل لویه لار د خراب وضعیت او موټرو د زیات سرعت له کبله کله ـ کله ټرافیکې پېښې رامنځ ته کوي چې له ځینو ژوند اخلي او ځینې یې ژوبل کیږي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments

Leave a Reply