کندهار کې وسلوالو طالبانو۷ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

comments 0

هندوکش ـ کندهار: د کندهار ولایت ځایي چارواکي وایي، وسلوالو طالبانو د کندهار ولایت په پنځه حوزه کې د ملکي وګړو په ګڼه ګوڼه ځای کې موټر سایکل ته چاودنه ورکړې او ۷ تتو ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
چارواکي وایي،چې په یاده چاودنه کې ۲تنه ماشومان وژل شوي او د میرمنو په ګډون ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
بل لوري دکندهار ولایت اوسیدونکي وایي،طالبان له یوې خوا د اوربند نارې وهي او له بلې خوایې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې او وژلو ته کار ویلی دی.
دوی زیاتوي،طالبان دې په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي سوله او اوربند ته دې غاړه کېږدي.
عبدآلله اڅکزی

Comments